سويس د مهاجرينو چارو وزارت سره خپله همکاري زياتوي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۴:۵۹
_

دغه څرګندونې په اسلام آباد کې د سويس سفارت د مهاجرينو برخې استازې  د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو د رئيس سره په ليدنه کې وکړې.
په دې ليدنه کې د اجباري راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او په اسلام اباد کې د سويس سفارت د مهاجرت د برخې مسؤل د هرات ولايت د زلزله ځپلو او راستنېدونکو سره د خپل هېواد د مرستو يادونه وکړه  او ويې ويل، چې سويس غواړي په راتلونکي کال کې په کابل کې يو دفتر پرانيزي او له دې لارې د مهاجرينو چارو وزارت سره د همکاريو تر څنګ خپلې مرستې زياتې کړي.
هغه زياته کړه په سويس کې يو شمېر افغانان ژوند کوي او موږ غواړو چې په راتلونکي کې له دغه وزارت سره د مهاجرينو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو او د هغوی په خپله خوښه راستنېدو کې د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړو.
د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي د سويس هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او په هوکړې، همغږيو رامنځته کولو او ګډو فعاليتونو يې ټينګار وکړ او په راتلونکي کې يې د هوکړه ليک لاسليکول يو نيک اقدام وباله.
هغه زياته کړه، افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي  او د دوی له مرستو او قدردانۍ تر څنګ د دوی په خپله خوښه راستنېدو ټينګار کوو او کوربه هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې د اجباري راستنېدو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۱۵
Background image

په فاریاب ولایت کې سلګونو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې

د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په فاریاب ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین په شتون کې خوراکي مرستې ووېشل شوې.
دا کورنۍ د ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له څو تنو پانګوالو او سوداګرو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د سوداګرو او پانګوالو پر فعالیتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوع ګانو خبرې وشوې، راغلو سوداګرو، د پانګونې لپاره اوسني فرصتونه مناسب وبلل او په وینا یې چې د. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په یوه ګډه ناسته کې د کاپیسا له والي قاري احسان الله بریال او په تورخم کې د مهاجرینو چارو له امر بخت جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې قاري احسان الله بریال، کاپیسا ته د ورستنو شوو د وضعیت په هکله محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د پاتې. . .

بېرته خبرونه ته