سويس د مهاجرينو چارو وزارت سره خپله همکاري زياتوي
![_](/sites/default/files/2023-11/1.jpg)
دغه څرګندونې په اسلام آباد کې د سويس سفارت د مهاجرينو برخې استازې د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو د رئيس سره په ليدنه کې وکړې.
په دې ليدنه کې د اجباري راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او په اسلام اباد کې د سويس سفارت د مهاجرت د برخې مسؤل د هرات ولايت د زلزله ځپلو او راستنېدونکو سره د خپل هېواد د مرستو يادونه وکړه او ويې ويل، چې سويس غواړي په راتلونکي کال کې په کابل کې يو دفتر پرانيزي او له دې لارې د مهاجرينو چارو وزارت سره د همکاريو تر څنګ خپلې مرستې زياتې کړي.
هغه زياته کړه په سويس کې يو شمېر افغانان ژوند کوي او موږ غواړو چې په راتلونکي کې له دغه وزارت سره د مهاجرينو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو او د هغوی په خپله خوښه راستنېدو کې د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړو.
د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي د سويس هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او په هوکړې، همغږيو رامنځته کولو او ګډو فعاليتونو يې ټينګار وکړ او په راتلونکي کې يې د هوکړه ليک لاسليکول يو نيک اقدام وباله.
هغه زياته کړه، افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي او د دوی له مرستو او قدردانۍ تر څنګ د دوی په خپله خوښه راستنېدو ټينګار کوو او کوربه هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې د اجباري راستنېدو څخه ډډه وکړي.