د لوګر ولايت کډوالو ښارګوټي يوشمېر اوسېدونکو دکډوالو چارو له وزيرسره خپلې ستونزې شريکې کړې.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۶
خبر

د لوګر ولايت کډوالو ښارګوټي يوشمېر اوسېدونکو او راستنېدونکوچې په هغه ښارګوټي کې استوګنيځې نمرې لري، دتېرې پنجشنبې په ورځ د عويي په ۲۶مه دکډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي سره ليدنه وکړه او ستونزې يې ورسره شريکې کړې.

دکډوالو چارو وزير په هغه ښارګوټي کې دعامه خدمتونو وړاندې کولوته په ټينګار سره وويل، په ښارګوټي کې  بنسټيزو ستونزو ته رسېدنه او غوره ښاري خدمتونو وړاندې کول اوس د ولسمشر د نوي فرمان په اساس په ټول هېوادکې دکډوالو ښارګوټي او په ځانګړې توګه د لوګر ولايت دکډوالو ښارګوټی د تخنيکي څېړنې لاندې نيول کېږي.

هغه زياته کړه چې دا مهال په ولايتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې دځمکو وېش ولاړ دی او يوازې هغو کسانو ته چې دولسمشر د فرمان له تعديل وړاندې ځمکې وېشل شوې وې او بانکي اوېزونه لري ځمکه تسليميږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته