د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعې له لارې د ايران څخه درې زره او ۴۲۷ تنه افغان مهاجر د تلې په ۱۷مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۴۳۵ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.