د ايران څخه له درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعې له لارې د ايران څخه درې زره او ۴۲۷  تنه افغان مهاجر د تلې په ۱۷مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو  کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۴۳۵ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.