د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د شینوارو قومي مشرانو سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۲:۵۵
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه
یادو مشرانو د شینوارو ستونزې او مشکلات له حقاني صیب سره شریک کړل، دوی وویل شینوارو قوم هر وخت د اسلامي امارت ملاتړ کړی او خپل دغه هوډ ته به ترپایه ادامه ورکوي دوی همدا راز له ښاغلي حقاني مننه وکړه، چې هر وخت یې پرته له ځنډه د قومونو غوښتنو ته لبیک ویلی
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، داسې نظام راغلی، چې هرڅوک هروخت خپل مشکلات تر مشرانو رسولی شي، دا د اتفاق او یووالي لپاره ترټولو غوره فرصت دی، زمونږ هڅې باید د یو قوم په کچه نه بلکې د ټولو قومونو لپاره وي
ښاغلي حقاني د اشغال پرضد د ننګرهار د قومونو قربانۍ وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې ددوی ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته