د غبرګولي (٣٠) د مهاجر نړيواله ورځ د مهاجرینو چارو وزارت کې ونمانځل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۲۰:۱۶
_

د جون (٢٠) د مهاجر نړيواله ورځ د یولړ مراسيمو په ترڅ کې د مهاجرينو چارو وزارت کې ونمانځل شوه.
په دې ناسته کې،چې د اسلامي امارت د یو شمېر   چارواکو، د نړيوالو بنسټو او موسسو د استازو، د وزارت د چارواکو، کارکوونکو او ژورنالېستانو په ګډون تر سره شوه، په لومړي سر کې 
د مهاجرينو چارو  وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د موضوع اړوند خبرې وکړې. 
هغه  وویل، مهاجرو خپل کورونه او هېوادونه له مجبوریته پرېښي او نورو هېوادونو ته تللي او لازمه ده چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له مخې له هغوی سره ښه او انساني چلند وشي. 
هغه د کوربه هېوادونو او نړيوالو بنسټو څخه په مننې سره وويل، د اسلامي نظام په ټينګښت سره امنيت او فساد له منځه تللى دى، نو بايد هېوادونه او همکار بنسټونه له راستنېدونکو او بېځايه شوو سره خپلو مرستو او همکاريو ته په پوره ډاډ سره دوام ورکړي او د امنیت، سروې او د مرستو د وېش د روڼتیا په برخه کې دې ډاډه اوسي، دوی کولای شي د خپلو مرستو د لګښتونو څارنه وکړي.
حقاني زياته کړه، هېوادونه، بنسټونه او موسسې د هېواد په ټولو برخو کې د مهاجرينو چارو له وزارت او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ فعاليتونه تر سره کړي، خو له تفاهم پرته نه شي کولای،چې فعالیتونه تر سره کړي.
د مهاجرینو چارو وزیر له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو  څخه غوښتنه وکړه، چې د مهاجرت، مهاجر او د بشري مرستو مسله له سیاسي مسلو سره ونه نښلوي او د بشر حقونو مطابق د مهاجرینو سره ښه چلند وکړي او دوی په جبري توګه راستنېدو ته مجور نه کړي.
وروسته د مهاجر د نړيوالو ورځې په مناسبت د ریاست  الوزرا  پېغام د مهاجرينو چارو وزارت د سلاکار محودالحق احدي له خوا ولوستل شو. 
د پېغام په يوه برخه کې د پيغمبرانو، د اسلام د رهبرانو او صحابه کرامو په زمانه کې د هجرت د تاريخ او د افغانانو د هجرت یادونه شوې وه.
 همدارنګه په دغه پېغام کې د اسلامي نظام له ټينګښت وروسته د راستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه شوې او له کوربه هېوادونو څخه غوښتل شوي و چې له مهاجرينو سره ښه چلند وکړي.
ورپسې د اقتصاد وزارت مرستيال ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري د نړۍ په بېلا بېلو براعظمونو کې د مهاجرتونو د شالید او د نړۍ په پرمختګ کې د هغې د مثبتو اغېزو په اړه، د وزارت ستر سلاکار محترم مفتي محمود ذاکري د افغانانو د مهاجرت، دهغوی د ستونزو او راستنېدونکو او بېځايه ته یې د دغه وزات د خدمتونو د وړاندې کولو اوچمتو والي  برخه کې معلومات ورکړل.
 همدارنګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازي مولوي عبدالمتين د مهاجرت د عواملو، د هغه وزارت د پلانونو، چمتووالي، د کار غوښتونکو لپاره د کاري چاپېریال دبرابرولو او بهرنيو هېوادونو  ته په قانوني توګه د کارګرانو د لېږلو په اړه یې معلومات ورکړل او د کار او ټولنیزو چارو او مهاجرینو چار وزارت ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
 ناسته  په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته