د مهاجرينو چارو وزارت او همکارو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۲:۲۹
-

د مهاجرينو چارو وزارت او اوو  موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د يادو  هوکړه ليکونو  مالي لګښت (۹) ميليونه، (۳۸۸) زره او ( ۷۸۸) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې په کابل، هرات، فراه، غور، بادغيس، غزني، ميدان وردګ، لوګر، باميان، دايکندي،خوست پکتيا، پکتيکا او  قندهار ولايتونو او شمال او شمال ختيځو ولايتونوکې د نغدي مرستو،لمريزې برېښنا، روزنيزو او حرفوي زده کړود مرکزونو جوړلو ، نيالګيو د اېښودو، د اوبو د کانالونو، کور جوړولو ، دوکانونو، ښوونځيو، روغتونونو ، پل او پلچکونو، استنادي دېوالونو او د باغدارۍ د وسايلو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او ( WASSA, DRC, WSTA, ACHRO, DHSA)  موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته