د مهاجرینو چارو وزیر د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ له مرستیال سره وکتل
![-](/sites/default/files/2023-02/dsc_1638.jpg)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ له مرستیال مولوي سیف الدین تائب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت د کارونو د اهمیت، ارزونې او په عموم کې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې او د چارو ادارې لخوا د نظارت ټیم معرفي شو ترڅو ددغه وزارت د تېر کال پلانونه او کړنې و ارزوي او راپور یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي
ښاغلي حقا ني د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره د نظارت دنده مهمه وبلله او د هرډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ
نوموړي وویل: د ادارو ناکامي د ټول نظام ناکامي ده او حساب غوښتنه او حساب ورکونه د نظام د ثبات او ټینګښت لپاره اړین اقدام دی