بوديجه يو امانت دی بايد په کارولو کې يې رښتني وی

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۲:۴۸
=

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د مرغومي په (۱۵) مه د  مالي او اداري رياست مسؤلينو او کار کوونکو سره په ناسته کې وويل، بوديجه يو امانت دی او بايد په کار ولو کې يې رښتني اوسئ.

هغه زياته کړه  مالي او اداري  برخه د ملا د تير حيثت لري، نو ددې رياست د اهميت او حساسيت په پام کې نيولو سره بايد خپل مسؤليتونه پر وخت  په شفاف او ا غېزمنه توګه سرته ورسي.

خروټي وويل، مسؤلين او کار کوونکي بايد په راتلوکې  د لا ښه او غوره اجراآتو لپاره خپل ورځني کارونه په سمه او رښتني توګه پرمخ يوسي او د نوي کال په را رسېدو سره لا ښه او اغېزمن اجراآت ترسره کړي. همدارنګه بوديجه يو امانت دی، چې زموږ او ستاسې په لاس کې ده، په کارولو کې يې اختياط، امانتداري او موثريت په پام کې نيول اړين دي

وروسته مالي او اداري رئيس او يوشمېر کار کوونکو يې د تر سره شوو او پاتې کارونه په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ چې د مالي کال تر پايه به هغه څه چې په پلان کې شامل دي  په پوره صداقت اورښتينوالۍ ترسره شي.

مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د مالي او اداري رئيس د کارونو ستاينه وکړه او په ورځنيو چارو کې يې د لابريا غوښته وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته