له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۶) مه (۱۰۷۳) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۲۹) کورنۍ، چې ( ۱۲۳) تنه کېږي ( ۹۴۰) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۳) کورنۍ، چې پکې (۵۵) نارينه، (۵۲) تنه ښځينه د ( ۲۱۰) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.