له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې  د ايران څخه  د ليندۍ په  (۶) مه (۱۰۷۳) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۲۹) کورنۍ، چې ( ۱۲۳) تنه کېږي ( ۹۴۰) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۳) کورنۍ، چې پکې (۵۵) نارينه، (۵۲) تنه ښځينه د ( ۲۱۰) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.