د ايران او پاکستان څخه شاوخوا پېنځه زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو، هرات ولايت د اسلام قلعه  او  له لارې   د لړم  په ( 19)  مه او (21) مه  (4887) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د مهاجرينو د آمر د معلوماتو پر بنسټ د لړم په (21) مه  (1755) تنه افغان مهاجر ( 43) کورنۍ، چې  (136) تنه  کېږي  د( 119) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

 سرچينې زياتوي، چې له ډلې يې (300) تنه  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

د يو بل خبر له مخې د نميروز  ولايت د ورېښمو پل له لارې د لړم په (19) مه  ( ۲۰) مه (۱۰۸۹) تنه( ۱۴۵) کورنۍ،چې  ( ۶۰۰) تنه کېږي د (۲۴۸۹) تنه نورو مجردينو و، چې له ډلې يې ( ۷۵۵) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

همدارنګه د ننګر ولايت د تورخم له لارې د لړم په (۲۰) مه ( ۴۳) تنه افغان مهاجر هېواد ته شوي.

د تورخم د څانګې د آمر په خبره (۴) کورنۍ چې (۲۴) يې بې اسناده او (۱۹) يې ډيپورت شوي و په معلوماتي سيستم کې د نومليکنې وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د (UNHCR) دفتر  ته ور وپېژندل شول.