د ايران او پاکستان څخه شاوخوا پېنځه زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو، هرات ولايت د اسلام قلعه او له لارې د لړم په ( 19) مه او (21) مه (4887) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د مهاجرينو د آمر د معلوماتو پر بنسټ د لړم په (21) مه (1755) تنه افغان مهاجر ( 43) کورنۍ، چې (136) تنه کېږي د( 119) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې له ډلې يې (300) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
د يو بل خبر له مخې د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د لړم په (19) مه ( ۲۰) مه (۱۰۸۹) تنه( ۱۴۵) کورنۍ،چې ( ۶۰۰) تنه کېږي د (۲۴۸۹) تنه نورو مجردينو و، چې له ډلې يې ( ۷۵۵) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه د ننګر ولايت د تورخم له لارې د لړم په (۲۰) مه ( ۴۳) تنه افغان مهاجر هېواد ته شوي.
د تورخم د څانګې د آمر په خبره (۴) کورنۍ چې (۲۴) يې بې اسناده او (۱۹) يې ډيپورت شوي و په معلوماتي سيستم کې د نومليکنې وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د (UNHCR) دفتر ته ور وپېژندل شول.