د جلالتمآب امير المؤمنين د (۶) ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه په وزارت کې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۱:۴۸
--------

د تخار ولايت د خواجه بهاء الدين ولسوالۍ  مهاجرو ته د ځمکې د وېش په اړه د جلالتمآب امير المؤمين د (۶) ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه د لړم په (۱۶) مه د مهاجرينو چارو وزارت د تخنيکي او مسلکي مرستيال په مشرۍ ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې د ياد فرمان د حکم پر اساس د کورنيو چارو، کرنې او مالدارۍ، مهاجرينو چارو وزات او ښاروالۍ عمومي رياست استازو ګډون کړی و، چې پکې د تطبيقي پلان د ترتيب او څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د ذکر شوي فرمان له مخې به،  د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په دوه کيلو مترۍ کې پرته( ۱۵۰) جريبه ځمکه د ازبکو او تاجکو قومونو هغو مهاجرتو ته، چې په مهاجر قشلاق کې مېشت دي ووېشل شي.

په فرمان کې راغلي، چې يادوکورنيو هرې کورنۍ ته به اووه اووه بسوې ځمکه وېشل کېږي او همدارنګه د مهاجرينو چارو، کورنيو چارو، ښارجوړونې، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او د ښاروالۍ عمومي رياست  ته دنده سپارل شوې، چې په ياده ځمکه کې د ژوند د اساسي اړتيا وو په نظر کې نيولو سره پلان ترتيب او د منظورۍ او پلي کېدو په موخه يې د رياست الوزراء مقام سره شريک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته