پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې د پروان والي شیخ عزیز الرحمن منصور او د مهاجرینو چارو وزارت استازو ګډون کړی و.
ښاغلي منصور له راستنو شویو سره د مرستو له امله له همکارو ادارو مننه وکړه او ویې ویل، چې اړمنو هېوادوالو ته له توپیر پرته مرستې رسول کېږي.
د ناستې پر دوام مفتي فريد حبيب زي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست. په پیغام کې راستنو شویو ته د دایمي سرپناه پر چمتو کولو او لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو ټينګار شوی و او دا هیله څرګنده شوې وه، چې راستانه شوي افغانان به د ټولنې فعاله برخه شي.
د خوراکي توکو د مرستو په دغې لړۍ کې، چې تر دې دمه په ځینو ولایتونو کې بشپړه شوې، په پروان کې ۵ سوه کورنۍ ترې برخمنې شوې او ټاکل شوې پاتې ولایتونو ته هم وغځېږي.
