د مهاجرينو چارو وزارت او (IOM) ترمنځ د لازياتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۵:۳۵
-
د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د پلان او پالېسۍ رئيس مولوي محمود الحق احدي او د (د IOM) دفترد بېلابېلو برخو د استازو ترمنځ اړمنو او مستحقو کورنيو ته د غوره خدماتو د رامنځته کولو په موخه د تلې په (۱۱) مه ناسته وشوه.
په ياده ناسته کې چې د يوشمېر مرکزي رئيسانو په شتون کې ترسره شوه، د (IOM) دفترد بېلابېلو برخو استازو د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو، د اړمنو کسانو د ارزونې، بشري مرستو، طبيعي پېښو له امله زيانمو شوو، پاکو اوبو، روغتيايي خدماتو، بيا يوځای کېدو، کارموندنې او د حرفوي زده کړو په برخه کې معلومات ورکړل.
وروسته د پلان او پالېسۍ رئيس په ځينو برخو کې هغه ستونزې چې د مهاجرينوچارو وزارت سره د نه همغږۍ له امله رامنځته شوي په ګوته کړي او غوښتنه يې وکړه، چې د (IOM) دفتر بايد په ټولو کاري برخوکې په ځانګړې توګه د معلوماتو د راټولو په برخه کې د مهاجرينو چارو وزارت سره په بشپړه همغږۍ کاروکړي.
هغه په هېواد کې د نظام د بدلون او د امنيتي ستونزو د حل په اړه وويل، وزارت په مرکز او ولايتونوکې له ټولو ملي او نړيوالو همکارو ادارو سره همکاريو ته چمتو دی او د ټولو همکارو ادارو څخه يې د هوکړه ليکونو او همغږيو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ناستې يوشمېر نورو ګډنوالو هم د ياد دفتر د استازو د څرګندونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه څرګند کړل او د مهاجرينو چارو وزارت سره يې د هوکړه ليکونو او همغږۍ په برخه کې د همکاريو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته