د وزارت د ستراتېژيک پلان د چمتوکولو په موخه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۴۶
-

په ناسته کې چې سې شنبه د تلې په (۶) مه د پلان او پالېسۍ د رئيس محمود الحق احدي په مشرۍ ترسره شوه، د وزارت د ستراتېژيک پلان د چمتو کولو په اړه خبرې وشوې.

د ناستې ګډنوالو د وزارت ستراتېژيک پلان د متن د چمتو کولو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او اړمنو کسانو ته د ښې پاملرنې په برخه کې د وزارت د ځانګړو فعاليتونو په اړه چې په پام کې ده په پلان کې شامل شي خبرې وشوې.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت ستراتېژيک پلان د راتلونکو پېنځو کلونو لپاره د وزارت خوار مهم کاري پلانونه په ګوته کوي او د وزارت بېلابېلو تشکيلاتي څانګو ته يې د پلي کېدو په برخه کې دنده سپارل شوې، چې اړمنو کسانو ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته