دکډوالو چارو وزارت کې دکارکوونکو د ظرفيت لوړونې پروګرام دوهمه دوره پيل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۱۱:۲۰
دکډوالو چارو وزارت  کې دکارکوونکو د ظرفيت لوړونې پروګرام دوهمه دوره پيل شوه

دا پروګرام په کنړ، لغمان،تخار او ميدان وردګو ولايتونوکې  دکارکوونکو ظرفيت لوړونې لپاره  چې ولايتي نوې ځای پرځای کېدنه پکې پلي کېږي جوړ شوی.

د ظرفيت لوړونې پروګرام دوېيمه دوره  دتېرې دوشنبې په ورځ د وري په ۱۲مه د کډوالو چارو وزارت د يوشمېر سلاکارانو او رئيسانو په ګډون دولايتونو ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره پيل شوه.

د ولايتي نوې ځای پرځای کېدنې پروګرام د استوګنې،کار، دښاري او ټولنيزو خدمتونو  ته د رسېدنې په موخه دکډوالو چارو  وزارت او کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM ) له لورې په ټولو ولايتونو کې پلې کېږي. يادې ادارې دبېځايه شوو دوضعيت او اړتياوو اړند کره معلومات  دکډوالو معلوماتي سيستم ( ديتاسنتر) چې په کډوالو چارو وزارت کې فعال دی اخلي.

تر اوسه پورې په ۲۵ ولايتونوکې دولايتي نوې ځای پرځای کېدنې ۲۵ کمېټې فعاله دي او دغه ولايتونه دکډوالۍ معلوماتي سيستم له مرکز سره وصل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته