د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو د شخړو د حل په موخه يوه لويه غونډه ترسره شوه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۴:۴
ـ
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني په ابتکار د جنوب ختيځ زون ولايتونو د قومي شخړو د حل په موخه لويه غونډه ترسره شوه چې د پکتيا او پکتيکا ولايت د واليانو ترڅنګ په کې ددغه ولایتونو د بيلابيلو قومونو علماؤ، سپين ږيرو او مخورو ګډون درلود.
ښاغلي حقاني وويل: هڅه کوو چې د قومونو او کورنيو ترمنځ رامنځته شوې دښمنۍ او شخړې د افغاني دود او فرهنګ له مخې د جرګو او مرکو له لارې حل کړو.
په دغه ناسته کې ټولو قومونو په يووالي سره د شخړو د حل په موخه خپل استازي معرفي کړل چې په راتلونکې ناسته کې به اعلان شي.
ښاغلي حقاني د غونډې په څنډه کې د دوه کورنيو ترمنځ د شخړې د ختمولو په موخه تيږه کيښوده چې له ډير وخته يې يو د بل سره دښمني وه.
دواړو لوريو د ښاغلي حقاني څخه مننه وکړه چې د دوي ترمنځ يې د خير تيږه کيښوده او په ډيره خوښه يې خپل واکونه جرګې ته وسپارل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته