د مهاجرینو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلا خروټي مطبوعاتي کنفرانس

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۱۹:۸
__________
د افغانستان اسلامي امارات د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې د اسلامي امارت د راتګ نه تر اوسه شاوخوا(٢٥٠) زره داخلي بېځايه شوو ته د ترانسپورت زمینه برابره شوې او خپلو اصلي سیمو ته په خوندي توګه لېږل شوي دي.
ښاغلي ارسلاح خروټي چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یې په یو خبري ناستې کې وینا کوله وويل، په هېواد کې د ټولو داخلي بېځایه شوو شمرې شاوخوا درې میلیونو ته رسي او د پاتې بېځایه شوو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د خوراکي او غير خوراکي توکو په ګډون د نړيوالو موسسو او بنسټونو بشري مرستې په ټول هېواد کې له درې ميليونو ډېرو اړمنو کسانو ته رسېدلې دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال محمد اسلاح خروټي په وینا، د رسمي شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې( ۵۵۰) زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي په ايران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ټولیز شمېر اووه ميليونه اټکل کړ ويې ويل، چې په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او هېواد ته د راستنېدو د اسانتيا لپاره هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۲۰:۲۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د شینواري قوم له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

 
راغلو قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او په ننګرهار کې د مېشت شینوارو قوم یو شمېر وړاندېزونه او غوښتنې یې له محترم وزیر. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۰:۲۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د ۵۰۰ زرو ډالرو څخه په زیات ارزښت، د همکارۍ درې تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

درې تفاهم‌لیکونه چې مجموعي ارزښت یې ۵۸۱ زره او ۵۷۲ امریکایي ډالر دی، د "ښځو له پاره د افغان ښځو پرمختیایي بنسټ"، "د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او سیمه‌ییز پرمختګ اداره" او "د روښانه. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۰:۲۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورمایا سره وکتل.

په دغه ناسته کې، چې افغان کډوالو ته د مرستو پر چمتو کولو او له اسلامي امارت سره د جاپان پر اړیکو خبرې وشوې ښاغلي سفیر وویل، چې توکیو روان زېــږدیز کال د راستنېدونکو افغانانو د. . .

بېرته خبرونه ته