د مهاجرینو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلا خروټي مطبوعاتي کنفرانس

sadam_morr
Tue, Mar 01 2022 7:08 PM
__________
د افغانستان اسلامي امارات د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې د اسلامي امارت د راتګ نه تر اوسه شاوخوا(٢٥٠) زره داخلي بېځايه شوو ته د ترانسپورت زمینه برابره شوې او خپلو اصلي سیمو ته په خوندي توګه لېږل شوي دي.
ښاغلي ارسلاح خروټي چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یې په یو خبري ناستې کې وینا کوله وويل، په هېواد کې د ټولو داخلي بېځایه شوو شمرې شاوخوا درې میلیونو ته رسي او د پاتې بېځایه شوو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د خوراکي او غير خوراکي توکو په ګډون د نړيوالو موسسو او بنسټونو بشري مرستې په ټول هېواد کې له درې ميليونو ډېرو اړمنو کسانو ته رسېدلې دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال محمد اسلاح خروټي په وینا، د رسمي شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې( ۵۵۰) زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي په ايران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ټولیز شمېر اووه ميليونه اټکل کړ ويې ويل، چې په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او هېواد ته د راستنېدو د اسانتيا لپاره هڅې روانې دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS