دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو دکابل ښار په کمپونو کې دمېشتو بېځایه شوو ستونزې له نېږدې وڅېړلې

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۲ - ۱۰:۳۲
مسئولان وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان مشکلات بیجاشده های کمپ نشین در شهر کابل را تحت بررسی قرار دادند

دمهاجرینو وزارت د داخلي بېځایه شوو د دايمي حل لارو رييس مولوي شمال خان عثماني او د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رییس مولوي سردار شېرزاد د لړم په (10) مه دکابل ښار دکمپنې پل او قمبر څلور لارې په کمپونو کې دمېشتو بېځايه شوو ستونزې له نېږدې وڅېړلې.

د داخلي بېځایه شو وضعيت ته د رسېدو رئیس مولوي سردار شېرزاد په دغه ليدنه کې وویل: چې د اسلامي امارت د رییس الوزرا په لارښوونه يې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د بېځایه شود غوښتنې په پام کې نیولو سره خپلو اصلي مېنوته دستنېدو لپاره يې ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده،چې دبېځايه شوو دبيا یوځای کېدو او بشري مرستو په برخه کې همکاري کوي.

نوموړي زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي په ګډون د بېځایه شوو د دایمي ستونزو په هواري ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د حل لپاره به یې جدي کار وکړي.

په ورته وخت کې دايمي حل لارو رييس مولوي شمال خان عثماني وويل:دې ته په پام کې نیولو سره چې اوس د هېواد په ټولو برخو کې امنیت شتون لري، بېځایه شوي باید خپلو اصلي سیمو ته راستانه شي او د مهاجرينو وزارت به د دوی په خپله خوښه راستنېدو کې مرسته وکړي.

همدارنګه په دغو کمپونو کې دمېشتو بېځايه شوو استازو وويل: چې د هېواد په ولايتونو کې د سرپناه جوړولو او د کرنيزو فعاليتونو لپاره ځمکې نه لري، له همدې امله د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له وزارت څخه غواړي چې د دايمي استوګنې لپاره د مناسب ځاى په برابرولو او کرنيزوفعالیتونو په برابر ولوکې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته