کډوالو وزير د پاکستان سفير سره په ليدنه کې ټينګار وکړ چې په کرونايي شرايطو کې دې افغان کډوالو ته ډېره پاملرنه وشي

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۵۸
__________

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د غبرګولي په ۶مه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره ليدنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې په کرونايي شرايطو کې دې افغان کډوالو ته ډېره پاملرنه وشي.

هغه د پاکستان له حکومت څخه مننه وکړه چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره په ستخو کرونايي حالاتو کې روغتيايي او لومړنۍ مرستې کوي او دوی ته پاملرنه کوي. په دغه ليدنه کې چې په کډوالو وزارت کې ترسره شوه ښاغلي اخلاقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او يوځای والي (APAPS) هر اړخيزو خبرو ته اشاره وکړه او دغه پروسه يې د کډوالو په مديريت کې دنوي فصل پرانيستل وبلل.

د سولې او يوځای والي (APAPS) په هر اړخيزو خبرو اتروکې دواړو لوريو په پاکستان کې دمېشتو افغان کډوالو دشتون د قانوني کېدو په اړه خبرې وکړې او دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي ترڅو هغه افغان کډوالو چې په پاکستان کې ژوند کوي د پېژندنې د تثبت او د پاسپورتونو دوېش وروسته دافغانستان سفارت له لورې ورته په اسلام اباد کې د ويزو وهل پيل کړي.

 په ورته وخت کې دپاکستان سفير منصور احمدخان کډوالو او راستنېدونکو ته د خدمتونو په برابرولو کې د همکاريو اعلان وکړ او د پاکستانۍ ويزو د اسانتياپه برخه کې يې وويل، چې د اسلام اباد حکومت چارواکي په پام کې لري چې د افغانانو نوي نسل ته چې په پاکستان کې پيدا شوي دي اوږدمهاله ويزې ولګوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته