کونړ کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې
د SVA موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۴مه هرې کورنۍ ته د مرستيال والي، کډوالو رئيس او ذکر شوې موسسې د استازو په شتون کې وريجې، غوړي، لوبيا او چای ورکړل شو.