کونړ کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د SVA موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره  د خوراکي موادو مرستې وشوې.

دغه کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۴مه هرې کورنۍ ته د مرستيال والي، کډوالو رئيس او ذکر شوې موسسې د استازو په شتون کې  وريجې، غوړي، لوبيا او چای ورکړل شو.