د پناه غوښتونکو مرستيال د پراختيا لپاره د GIZ د کډوالۍ برنامې له استازي سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۱:۰
_______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د پراختيالپاره د المان د همکاريو ادارې GIZ PME له استازي متيو روديک سره وليدل اود افغانستان دکډوالۍ په چارو کې يې ددې دفتر د دوامداره غړيتوب ستاينه وکړه.

دواړو لوريو د همکاريو په نوي اعلاميه کې خپل نظرونه شريک کړ چې د مي مياشت کې به لاسليک شي.

همدارنګه د نړيوالې ټولنې د همکاريو له لارې په هوايي ډګر کې د راستنېدونکو لپاره د ملاتړ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د (IT) په برخه کې تخينکي همکارۍ او د کډوالۍ نړيوالې ورځې لپاره د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې.

په پای کې وفي الله کاکړ او د المان د همکاريو ادارې PME برخې مسؤل موافقه وکړه، چې د GIZ دفتر د پراختيا لپاره د کډوالۍ برنامې توضيحاتو لپاره يو تخنيکي ټيم رامنځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

بېرته خبرونه ته