د کډوالو وزارت سرپرست او نوماند وزير مشرانو جرګې ته د افغان کډوالو او داخلي بېځايه شوو د وضعيت په هکله معلومات وړاندې کړل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۸:۵۴
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې برخه واخيسته او د داخلي بېځايه شوو او د دې وزارت يوشمېر نورو کاري برخو په اړه يې ځوابونه وويل.

په دغه ناسته کې سناتورانو د سرپرست وزير څخه  د داخلي بېځايه شوو د ژوند شرايطو، دکډوالو د وضعيت ،د افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونه  د چلند او دکډوالو د ښارګوټو د رغولو په اړه پوښتنې وکړې.

ښاغلي اخلاقي زياته کړه د شپږ نيم ميليونو افغان کډوالو څخه ۸۰ سلنه په ايران او پاکستان او پاتې يې په  ۷۰ نورو هېوادونوکې ژوند کوي او د پاکستاني چارواکو سره په ناسته کې په دې ټينګار شوی، چې دوی بايد د کډوالو لپاره د استوګنې د اسنادو د وېشلو پروګرام له سره پيل کړي، چې دوی ورسره د همکارۍ ژمنه کړې او په ايران کې بې اسناده افغان کډوالو ته د پاسپورتونو دوېش پروسه پيل شوې او ددې پروسې د ګړندي کولو لپاره هڅې روانې دي؛ مګر په هوايي سفرونو بنديز، دموټر چلونکو د لايسنس وېش اود کډوالو د شتمنيو نه ثبتول هغه ستونزې دي چې ورته پام کېږي.

هغه زياته کړه، هغه هوکړه ليکونه چې د ارپايي هېوادونو سره يې لري په دې کې د افغان کډوالو په جبري ويستلو او د دوی په خپله خوښه راستنېدو باندې ټينګار شوی  او له بلې خوا په ټرانزيټي هېوادونولکه، هندوستان، ترکيه او يونان کې هم  افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي، چې دحل لپاره يې ډيپلوماتيک ګامونه اخيستل شوي دي.

سرپرست وزير وويل، ددې وزارت رول  د پالېسۍ جوړونه، څارنه او همغږي ده او د مرستندويه ادارو سره په ګډه همغږۍ کارکوي ترڅو داخلي بېځايه شوو خلکو سره مرستې وکړي. هغه زياته کړه، د موجوده شمېرو له مخې په تېرو دريو کلونوکې شاوخوا نږدې پنځه سوه زره داخلي بېځايه شوې کورنۍ وې، ځينې يې بېرته خپلواصلي کورونو کې مېشتې شوي او ۷۲۵۰ کورنيو له ډلې چې د وروستيو جګړو له امله په هلمند کې بېځايه شوې وې ۱۶۰۰ کورنيو سره يې مرستې شوي او ۲۰۰۰ نورې کورنۍ سروې شوي او ددې سربېره د کډوالو وزارت بله برنامه د کډوالو د ښارګوټو معياري کول دي او د ۶۲ ښارګوټو څخه يې ۲۵ ښارګوټي فعاله دي.


 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته