تېره اونۍ په هېواد کې زرګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۵:۸

 

په تېرې يوې اونۍ کې د هېواد په يولسو ولايتونوکې ۴۱۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره د تلې د ۲۶ نېټې څخه د لړم تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږئ د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ديوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې په هلمند، سرپل، فارياب، لغمان، بغلان، فراه، غور، پکتيا، پنجشېر او جوزجان ولايتونوکې جګړو او طبيعي پېښو له امله اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته وېشل شوي دي.

د کډوالو چارو  وزارت د څانګو او همکارو مرستندويه ادارو د سروې پر اساس په يادو ولايتونوکې دجګړو او طبيعي پېښو له امله کورنۍ دخپلو اصلي سيموڅخه امن سيموته بېځايه شوې وې او يوشمېر کورنيو په سختو حالاتوکې ژوند تېرو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته