کډوالو وزارت هڅه کوي اړمنو کورنيوته ژمنۍ مرستې ووېشي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۰:۵۰
وزارت امور مهاجرین برای توزیع کمک های زمستانی به خانواده های نیازمند تلاش می کند

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي دکډوالو وزارت د ستراتېژيکو اړيکو خبرو اترو د غونډې په پای کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت هڅه کوي،چې بېځايه شوو او اړمنو کورنيوته ژمنۍ مرستې ووېشي.

سرپرست وزير د تلې په ۱۵مه ددې وزارت مسؤلينو او کارمندانو ته د چارو په پرمخ بيولوکې لاشفاف او صادق وبلل زياته يې کړه، چې يوه ډېره مستحقه ډله زموږ د فعاليتونو په تمه ده ، نو موږ بايد يوځای کار وکړو ترڅو موږ ته  راسپارل شول مسؤليت په پوره بريالتوب سره ترسره کړو.

ښاغلي اخلاقي څرګنده کړه چې سره له دې چې د ژمنيو مرستو برنامې لري؛ په ژمي کې د بېځايه شوو او اړمنو کورنيو اړتيا پوره کولو لپاره شاوخوا ۸۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده، چې وزارت يې په وخت ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي په خپلو خبرو کې په تعليمي او مشورتي برناموکې د برخه والو شتون د پام وړ وباله کله چې کارونه يې عملي او اغېزمن وي.

دغه درې ورځنۍ ناسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ رياست په همغږۍ د يوشمېر رئيسانو او د ۳۴ ولايتونو استازو په شتون کې  په کابل کې جوړه شوې وه،  ترڅو د فعاليتونو، همغږۍ او سوداګريزو اړيکو ښه کولو لپاره نظرونه او تجربې شريکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته