په تېرې يوې مياشت کې له اتيا زرو زيات افغان کډوالو له  ايران نه هېواد ته راستانه شوي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۱:۱۱
9999

په تېرې يوې مياشت کې ۸۱۵۶۶ تنه په خپله خوښه او جبري توګه د دوو لارو اسلام قلعه او ميلک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په سرحدونوکې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دڅانګو دمعلوماتو پر اساس د يادو شمېرو له ډلې ۳۱۳۹۹۹  تنه د نيمرزو ولايت دميلک له لارې او ۵۰۲۲۷ تنه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي او له دې وروسته خپلو ولايتونو ته تللي دي.

د ټولو راستنېدونکو له ډلې ۳۹۴۹۶ تنو په ځپله خوښه او ۴۱۰۶۸ تنو په جبري توګه  کوربه هېوادونه پرېښي،چې له ډلې يې ۵۸ تنه قانوني اسناد لري.

په ورته وخت کې دکډوالۍ نړيوال سازمان (iom )  او دخوراک نړيوال سازمان (wfp ) له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵۳۷ تنو اړمنو راستنېدونکو سره  په ميلک کې نغدي او دخوراکي موادو مرستې شوي دي.

په دې حساب په روان کال کې د ټولو کوربه هېوادونوڅخه له ۵۰۰ زرو زيات افغان کډوال راستانه شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د کندهار والي سره وکتل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار ولایت له والي ملا شیرین سره وکتل.
 په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د کندهار ولايت د مهاجرينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال کندهار کې د ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو د کاري بهیر لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد کندهار ولایت ته په خپل سفر کې د شپږو ښوونځیو او درېو روغتیايي مرکزونو د کاري بهیر لیدنه او څارنه وکړه. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۷
Background image

د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغانستان د کلیو د بیارغونې او ټولنیزې او پراختیایې لار له موسسو سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو له مخې، د افغانستان د کلیو. . .

بېرته خبرونه ته