د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی سرپرست وزير معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۳:۳۴
سرپرست و نامزد وزیر وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان معرفی شد

نور رحمن اخلاقي د دوشنې په ورځ د وږي دمياشتې په ۲۴مه د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال امرالله صالح له لوري دکډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست نوماند وزير په توګه معرفي شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال په دغه مراسموکې نوي نوماند وزير ته مبارکي وويله ويې ويل، موږ يوازې کډوال نه لرو بلکې ډيپورت شوي هم لرو ،چې اوسمهال په ګاونډيو هېوادونوکې دوهم او درېيم نسلونه علمي او تخصصي وړتياوې دي.او دولت هڅه کوي چې دغه علمي هستيو ته هېواد ته د راستنېدو زمينه برابره کړي.

همدارنګه هغه تاکيد وکړ چې د نظام په اړه هېڅ ډول معامله نه ترسره کېږي او په دې اړه د تشويش کومه خبره نه شته

دمشرانو جرګې مرستيال محمدعالم ايزديار په خپلو خبروکې جنګ، غربت او بېګاري د افغان کډوالو د کډوالۍ اصلي ستونزه ياده کړه هيله يې وښوده چې په افغانستان ۴۲ کلنه جګړه پای ومومي او په هېواد کې مو کډوالۍ پای ته ورسيږي.

د کډوالو او ارستنېدونکو چارو پخواني وزير سيدحسين عالمي بلخي په خپلو خبرو کې د کډوالو چارو وزارت لاسته راوړنې يو له مهمو او سترتيژيکو ادارو څخه يادې کړې.

ويې ويل چې اوسمهال دغه اداره له ۷۰ زياتو ګاونډيو هېوادونو سره چې کډوال مني او ۱۵۰ هېوادونو او ۵۰ نړيوالو بسنټونو سره د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په کلنۍ ناسته کې د پناه غوښتونکو په برخه کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې نورحمن اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير په خپلو خبروکې وويل، موږ په هېواد کې زياتې ستونزې لرو او يو له هغو نه کډوالي ده، چې د حکومت په لومړيتوب کې قرار لري. ما ددې مسلې په درک کولو سره جرت وکړ چې دغه مسؤليت منم او هيله مند يم چې په دې برخه کې د وزارت د شته ظرفيتونونه د يوواحد ټيم په توګه غوره او ښه خدمتونو ترسره کړم.

هغه زياته کړه چې زه مکلف يم چې د دولت پالېسي پلي کړم او له بل لوري د قانون په چوکاټ کې ددغه پالېسۍ نه د ټولو په مشوره د افغانستان د ابادۍ لپاره په خلاص مټ سره استفاده وکړم.

په دغو مراسم کې چې په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شودمشرانو جرګې مرستيال محمد عالم ايزديار، دمشرانو جرګې استازو، د ولسي جرګې استازو او جهادي شخصتيونو شتون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

بېرته خبرونه ته