کډوالو چارو وزير د همکارو موسسو د ادارې لګښت په کموالي ټينګار وکړ

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۹:۷
وزیر امور مهاجرین و عودت کنندگان به کاهش مصارف اداری موسسات همکار تاکید کرد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په افغان نستان کې د ماشوم ساتنې د دفتر مرستيالې اعلې ياسمين جهرومی  سره ليدنه وکړه او ټينګار يې وکړ،چې کډوالو چار وزارت سره همکارې موسسې بايد همکاريو ته د دوام ورکولو لپاره خپل ادارې لګښت ۲۵ سلنه کم کړي او دهمکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

هغه زياته کړه، چې د اداري لګښتونو کموالی به وړو کورنيوته دمرستو ډېره برخه ورسوي او د دوی د اړتياو پوره کولو کې به مرسته وکړي.

په دغه ناسته کې،چې د کب په ۱۲مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوې وه، د دواړو ادارو په ګډې همکارۍ او دهوکړه ليکونو په لاسليکولو خبرې وشوې.

د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې دخپلو پرمختګونو په اړه خبرمعلومات ورکړل او له افغان حکومت سره يې په دوامدارې ژمنې ټينګار وکړ په ځانګړې توګه بېځايه شوو او راستنو شوو ماشونو په برخه کې.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍په ورته وخت کې د کډوالو وزير ددغه دفتر د مرستيالې سره په خبروکې وويل، چې د کډوالو چارو وزارت به د کرونا ويروس لېږد دمخنيوي دکمېټې د غړي په توګه په ګډه د بېرته راستنېدونکو او بېځايه شوو خلکو په برخه کې د افغان حکومت پروګرامونه عملي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته