کډوالو چارو وزير دترکيې سرې مياشتې ادارې څخه د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پلانونو د زياتوالي غوښتنه وکړه

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۲۷
وزیر امور مهاجرین از اداره هلال احمر ترکیه خواست که برنامه های اشتغالزایی اش را به برگشت کنندگان افزایش دهد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په افغانستان کې  دترکيې سرې مياشتې دنوي رئيس فاتح آيوتکين سره د کب په ۴مه په کډوالو چارو وزارت کې ليدنه وکړه.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير دترکيې دسرې مياشتې ادارې دهمکاريو څخه مننه وکړه، چې راستنېدونکو کډوالوسره يې دکار په برخه کې کړې. هغه زياته کړه چې دغه برنامه بايد له ترکيې څخه راستنېدونکو کډوال ته زياته پراخه شي او زيات افغان کډوالو د پوښښ لاندې راولي.نوموړي دهغه څخه غوښتنه وکړه،چې د راستنېدونکو لپارهدکارموندنې پلانونه زيات کړي.

هغه همدارنګه د سرې مياشت ې د ادارې څخه غوښتنه وکړه،چې  هغه افغان کډوالو چې د ترکيې څخه افغانستان ته راستنېږي او روغتيايي ستونزې لري دکډوالو چارو وزارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

يوکال دمخه دترکيې سرې مياشتې ادارې په کابل کې دپلورنځيو په پرانيستلو سره له ترکيې څخه افغانستان ته راستنېدونکوته دندې چمتوکړې ددې ادراې رئيس وويل، چې مخکې يې ادارې په هرې اونۍ کې يوه هټۍ  دراستنېدونکو لپاره پرانيزي مګر دا درې چنده کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته