د هېواد په يو شمېر ولايتونوکې نږدې ۵زره کورنيومرستې ترلاسه کړي
په تېره يوه اونۍ کې د هېواد په يو شمېر ولايتونوکې ۴۹۷۷بېځايه شوومستحقو کورنيوسره د سلواغې د ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې نغدي،خوراکي،غيرخوارکي او روغتيايي کڅوړ مرستې شوي.
يادې کورنۍ،چې د خوست،ميدان وردګو، کندهار، کندز، جوزجان،هلمند،بادغيس، بلخ، فارياب،بدخشان، کاپيسا،سرپل،لغمان، لوګر،پکتيکا اوفرا ولايت د نا امنو سيموڅخه امن سيمو ته کډه شوې وې هرې کورنۍ سره نغدي،خوراکي،غيرخوراکي او ورغتيايي کڅوړو مرستې شوي.
همدارنګه د لوګر ولايت د حرفوي زده کړو فارغانوته د فراغت وروسته کاري وسايل وېشل شوي او هم په لغمان ولايت کې راستنېدونکوکډوالو يوښوونځی ګټې اخيستنې ته سپارل شوی.