کندهارکې له ۲۰۰ څخه زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷۰ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلو اوړه، ۱۴کيلو دالنخود، ۱۳ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه او دماشومانو لپاره خوراکي مواد ووېشل شو.