کندهارکې له ۲۰۰ څخه زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
بیش از۲۰۰فامیل در قندهارمواد غذایی بدست آوردند

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷۰  داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلو اوړه، ۱۴کيلو دالنخود، ۱۳ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه او دماشومانو لپاره خوراکي مواد ووېشل شو.