کډوالو وزير انجوګانوته!

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۹:۱۰
وزیر امور مهاجرین به انجو ها!

په هغه صورت کې چې راپور ورنکړئ او اداري لګښتونه مو د ۲۵سلنو څخه کم نه کړئ هوکړه ليک نه لاسليک کوم.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ( انجوګانو د فعاليتونو د هغږي کولو) په ناسته کې د شپيتو څخه د زياتو غير دولتي ادارو استازو سره،چې د کډوالو چارو وزارت سره مرستې کوي د راپور ورکولو او اداري لګښتونو په کمولو ټينګار وکړ.

په دغه ناسته کې چې د سلواغې په ۸مه په کډوالو چارو وزارت کې دغيردولتي موسسو سره د وزارت د نږدې همغږۍ  او د ستونزو راکمولو په موخه جوړه شوې وه،د وزارت سره د هوکړه ليک د لاسليکولو پرڅرنګوالي، د پروژو د پلي کېدوپه  راپور ورکولواو په انجوګانو کې په شته ستونز خبرې وشوې.

عالمي بلخي وويل، چې د قانون په اساس بايد انجوګانې خپل کاري راپور د اقتصاد وزارت سربېره سکتوري وزارت ته هم ورکړي. په همدې وجه مرستندويه انجوګانې کډوالو چارو وزارت ته راپور ورکوي،له دې پرته په راتلونکي مالي کال کې دهمکاريو هوکړه ليکونه نه لاسليک کېږي.

هغه زياته کړه دې ته په پام سره چې د موسسو په قانون کې د اداري لګښتونو په اړه روښانه قانون شتون نه لري،مګر د نړيوالو معيارونو سره سم اداري لګښتونه بايد د ۱۰نه تر ۱۵ سلنو پورې ټاکل شوي دي؛ د کډوالو چارو وزارت هيله د انجوګانو څخه داده چې په افغانستان کې د امنيتي ستونز له امله خپل اداري لګښتونه د ۲۵ سلنو پورې منظم کړي،ځکه چې مرستې د ټولنې ترټولو بې وزله برخې پورې اړه لري نو اړينه ده چې ډېری خلکوته دغه مرستې ورسيږي نه په اداري لګښتونوکې ولګول شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دخپلې شمېرې په وړاندې کولو سره د اداروڅخه وغوښتل چې په هېواد کې هرډول احتمالي کاري وضعيت، خنډونو او خرابيوکې له خپلو کارمندانوسره اړيکه ونيسي او خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي.

د ادارو استازو دناستې په جوړولو خوښي وښوده ويې ويل، د اداري بيورکراسۍ له امله يې د ملي وحدت حکومت په دوران کې يې ښه همغږي درلوده.


 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته