په کډوالو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شول
نن په وزارت کې د بشري مرستو همغږۍ او پاملرنې موسسو سره د ۹۶۳ زره او ۹۴۴ امریکایي ډالرو او ۷۴ میلیونو او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندوز او بغلان کې یو زر او ۶۱۰ راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته او ۳۴۷ زره ۸۲۰ تنو ته د شیدو غواګانو وېش، د کوچنیو کارونو او بوختیاوو په موخه د کرنیزو کڅوړو وېش، مشارکتي برنامو او څارنې فعالیتونو په برخو کې مصرف شي.
وزارت له همکارو موسسو مننه کوي او هیله لري، چې دغه هوکړهلیکونه په مختلفو ولایتونو کې له راستنو شویو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د زیاتو برنامو پلي کولو ته زمینه برابره کړي.
