د کډوالو چارو وزیر په جلا ناستو کې د بادغیس او نورستان له والیانو سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۸:۵۲
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په دوو جلا ناستو کې د بادغیس له والي ملا محمد ولي جان رحمت او د نورستان له والي قاري زین العابدین عابد سره وکتل.
د پیل په ناسته کې ښاغلي رحمت بادغیس ته د راستنو شویو او اړمنو کورنیو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بېوزلو کورنیو په اړه یې د شوې ارزونې راپور شریک کړ.
د هغه په خبره، تر دې دمه په بادغیس کې له راستنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې؛ خو د ژمي تر راتګ وړاندې خوراکي توکو ته اړتیا لري.
نوموړي په بادغیس کې راستنو شویو ته د ځانګړي شوي استوګنیز ښارګوټي د چارو بشپړېدو لپاره وړاندیزونه وکړل او زیاته یې کړه، چې راستنې شوې کورنۍ دایمي سرپناه ته اړتیا لري.
همدارنګه د نورستان والي ښاغلي عابد په یاد ولایت کې د پراختیايي چارو او د نورستان‌-‌کونړ لارې د چارو له پرمختګه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د نورستان د ولسونو په همکارۍ د شر او فساد ډله هېواد ته د راوښتلو جرات نه لري.
ښاغلي عابد په نورستان کې د راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه وړاندیزونه وکړل او د اداري چارو د سمون یادونه یې وکړه.
ښاغلي وزیر هغوی ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د شل کلنې جهادي دورې یوه موخه د اسلامي نظام حاکمیت و او اسلامي امارت په خپل ټول توان د هېواد ساتنه او د ولس خدمت کوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د راستنو شویو او اړمنو کورنیو د لاس نیوي په موخه د مرستو وېش لړۍ دوام لري او هڅې کېږي، چې د اسلامي امارت له بودیجې د مرستو لړۍ پراخه شي.
هغه د کډوالو چارو په برخه کې شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې په بادغیس او نورستان کې به د شته ستونزو په اړه اقدام وشي او بادغیس ته به بېړنۍ مرستې ولېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۸:۵۲
Background image

د کډوالو چارو وزیر په جلا ناستو کې د بادغیس او نورستان له والیانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په دوو جلا ناستو کې د بادغیس له والي ملا محمد ولي جان رحمت او د نورستان له والي قاري زین العابدین عابد سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

په وزارت کې له دریو موسسو سره د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نن په وزارت کې د رازي پراختیایي او ټولنیزې، په اسیا کې د جهان ټولنیزو خدمتونو او د افغانانو لپاره ناروي پلاوي موسسو سره د یو میلیون ۷۳۰ زره او ۲۸۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې د بغلان ولایت علمای کرامو او. . .

بېرته خبرونه ته