د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم او دعا وشوه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په دې اړه خبرې وکړې او د هغه شخصیت، رهبري او خدمتونه یې په نیکۍ سره یاد کړل.
محترم راشد وویل: شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله یو مدبر، پوه شخصیت او د یوې خاصې ځانګړنې څښتن وو، چې په ډېرو حساسو حالاتو کې یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته اوږه ورکړه.
د هغه پر خبره، په هغه وخت کې چې د اسلامي امارت پر وړاندې د غربي هېوادونو یرغل روان و، نوموړی وتوانېده، چې په ډېر ښه مدیریت سره د اسلامي امارت صفونه منظم او وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور په رهبرۍ، د مجاهدینو په ساتنه او سمبالولو کې ځانګړی رول درلود.
دغه مراسم د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله او ټولو شهیدانو ته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس، محترم مولوي سعید احمد بنوري، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مسؤول مدیر، ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل، سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو لپاره د کډوالو چارو له رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې په پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د راستنو شویو د ستونزو پر حل او ورته د اړینو مرستو د رسولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رئیسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو. . .

بېرته خبرونه ته