د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس، محترم مولوي سعید احمد بنوري، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مسؤول مدیر، ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل، سره په لیدنه کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
محترم بنوري پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دغه وزارت او کمېشنرۍ ترمنځ دا ډول ناستې د ستونزو د هواري په موخه ترسره کېږي، او موږ له تاسو سره د لا زیاتو همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.
د مقام دفتر رئیس په ولایتونو کې د یادې کمېشنرۍ له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: له پاکستان، ایران او تاجیکستان څخه راستنېدونکي په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.
نوموړي د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو لپاره د لا زیاتې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه: د مرستو د مستحقینو د پېژندنې په بهیر کې باید د دغه وزارت له اړوندو ولایتي ریاستونو سره بشپړه همغږي وشي، ترڅو مرستې په شفاف او عادلانه ډول اړمنو او مستحقو کسانو ته ورسېږي.
په ورته مهال، ښاغلي سایرل وویل: دغه بنسټ هر کال د راستنېدونکو په اړه معلومات راټولوي، ترڅو معلومه شي چې ډېری راستنېدونکي په کومو ولایتونو کې مېشت دي او مرستې یې د اړتیاوو پر بنسټ په منظم ډول ووېشل شي.
هغه زیاته کړه: ډېر ژر به د هغو سیمو لپاره، چې د راستنېدونکو شمېر پکې زیات دی، د یاد وزارت په همکارۍ د ۱۰ زره کورنیو لپاره د نغدي مرستو او ۴ زره او ۸۰۰ سرپناوو د جوړولو په موخه د مستحقو کورنیو د پېژندنې لړۍ پیل شي، چې له دې پروګرام څخه به له پاکستان، ایران او تاجیکستان څخه راستنېدونکې کورنۍ او د کوربه ټولنې ۲۰ سلنه هم برخمنې شي.
