د ۱۴۰۴ لمریز کال د فاضلابو تصفیې خونې د جوړولو د داوطلبۍ اعلان!

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د فاضلابو د تصفیې خونې د جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه د فل‌ډیسک له لارې د تدارکاتو له آمریت څخه او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست د وېب‌پاڼې له لارې په وړیا توګه تر لاسه کړي.
داوطلبان دې خپلې آفرپاڼې د شرطنامې له شرایطو سره سم او د عقودو قانون له مخې د استصناع بیع مطابق، په تړل شوې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د دوشنبې ورځې د سهار تر (۱۰:۰۰) بجو پورې د تدارکاتو آمریت ته، چې په واصل‌آباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري. ناوخته او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د تضمین اندازه د بانکي تضمین په ډول (۲۰۰۰۰۰) دوه سوه زره افغانۍ ده او د آفر پرانیستلو غونډه به د۱۴۰۴لمریز کال د قوس میاشتې پر ۲۴مه نېټه د دوشنبې ورځې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د داوطلبۍ اعلان!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روان ۱۴۰۴لمریز مالي کال  د وزارت د شنو ساحو لپاره د فلزي کټارو او کربستون د برابرولو د داوطلبۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲۶ کابل افغانستان واصل آباد عقب فابریکه جنکلک ناحیه هفتم
Background image

له ایران او پاکستان پرته په نورو ټولو بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغان مهاجرینو ته د بیت‌الله شریفې د فرضي حج د نوم‌لیکنې پروسې خبرتیا!

هغو افغان مهاجرینو ته، چې له ایران او پاکستان پرته په نورو بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي او د روان کال لپاره د بیت‌الله شریفې د فرضي حج په پروسه کې د نوم‌لیکنې غوښتونکي دي؛ خبر ورکول کېږي، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۳
Background image

اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت موبل فرنیچر کود بند . . .

Back to tenders