د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکیبر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړی استازی ښاغلي جېلس برتران او مل پلاوی سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳
_

په دې ناسته کې چې له ښاغلي برتران سره په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او د بشري مرستو د برخې مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنېدونکو ته د مرستو رسولو او ورستیو سیمه ییزو مسايلو په هکله خبرې وشوې.

ښاغلي جېلس برتران وویل، چې اروپايي ټولنې د افغان راستنېدونکو لپاره روان کال نږدې ۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي چې د ملګرو ملتونو د ادارو او انجېو ګانو لخوا به مصرف شي.

نوموړي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د کار د دوام یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اروپایي هېوادونو د افغانانو اړتیاوو ته په پام سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي.

ښاغلي جېلس برتران د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې ورته موضوع ګانې بشري حالت اغېزمن کوي او راستنېدونکي یې له ستونزه سره مخ کړي دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د ګڼو اقتصادي ستونزو سربېره توانېدلی چې د راستنېدونکو لړۍ په ښه ډول مدیریت کړی او زیاته یې وکړه، چې روان کال، اروپايي ټولنې په افغانستان کې لومړنیو اړتیاوو ته د لاس رسي په موخه ۱۳۸ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

ښاغلي جېلس وایز څرګنده کړه، چې کابل او اسلام آباد دې خپلې ستونزو د خبرو له لارې حل کړي.

محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او ښاغلي جېلس برتران ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله څرګنده کړه.

محترم وزیر له افغانانو سره د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت له اروپایي ټولنې او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.

محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه او د کډوالو راتګ بشري مرستو ته د اړتیا سبب یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې نړۍ دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.

د ناستې په پای کې محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته