د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۸ - ۲۰:۴۹
ـ

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره شریک کړل.
راغلو مشرانو او مخورو له کډوالو سره په لنډ مهال کې د اسلامي امارت مرستې مناسبې وبللې او زیاته یې کړه، چې پخواني او اوسني راستانه شوي د دایمي استوګنې په موخه ښارګوټو ته اړتیا لري او وویل، چې اسلامي امارت دې، ورته په خوست کې د استوګنې ځمکه ورکړي.
دوی همدارنګه یادونه وکړه، چې راستانه شوي او داخلي بیځایه شوي کار ته اړتیا لري او وړاندېز یې وکړ چې اسلامي امارت دې د راستنو شوو په سیمو کې پراختیايي پروژې په نظر کې ونیسي.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت لسګونه ښارګوټي د مهاحرینو لپاره په نظر کې نیولي دي او په هر ولایت کې به اړمنو ته وویشل شي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې شوو وړاندېزونو ته به د رسیدنې په موخه له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته