د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

anwari_morr
Fri, Oct 10 2025 8:49 PM
ـ

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره شریک کړل.
راغلو مشرانو او مخورو له کډوالو سره په لنډ مهال کې د اسلامي امارت مرستې مناسبې وبللې او زیاته یې کړه، چې پخواني او اوسني راستانه شوي د دایمي استوګنې په موخه ښارګوټو ته اړتیا لري او وویل، چې اسلامي امارت دې، ورته په خوست کې د استوګنې ځمکه ورکړي.
دوی همدارنګه یادونه وکړه، چې راستانه شوي او داخلي بیځایه شوي کار ته اړتیا لري او وړاندېز یې وکړ چې اسلامي امارت دې د راستنو شوو په سیمو کې پراختیايي پروژې په نظر کې ونیسي.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت لسګونه ښارګوټي د مهاحرینو لپاره په نظر کې نیولي دي او په هر ولایت کې به اړمنو ته وویشل شي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې شوو وړاندېزونو ته به د رسیدنې په موخه له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS