کډوالو وزير د لغمان والي سره ليدنه وکړه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نورالرحمن اخلاقي د لغمان والي رحمت الله يارمل سره د وري په ۱۷مه په کډوالو وزارت کې وليدل او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو او مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه په لغمان ولايت کې د ځمکې ګټې اخيستونکو پېژندلو لپاره د کنسر سيوم پرانيستل هم يوه مهمه موضوع وه چې په ناسته کې پرې خبرې وشوې.
ښاغلي اخلاقي په داسې حال کې چې په کابل کې د ځمکو ګټه اخيستونکو پېژندلو لپاره د کنسرسيوم د پرانيستلو يادونه وکړه او په کابل او هرات کې راستنېدونکو مستحقينو ته د ځمکو وېشل د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان پلي کېدلو له مخې مهم وباله.
په دغه ناسته کې د لغمان ولايت دولايتي شورا استازي محمد رفيع مموزي هم شتون درلود. د لغمان والي رحمت الله يارمل د ځمکې مستحقينو پېژندلو لپاره دکنسر سيوم پرانيستلو کې دکډوالو وزارت د اقدام هر کلی وکړ او په دې برخه کې يې خپله هر اړخيزه همکاري اعلان کړه.