کډوالو وزير دهغه افغان زده کړيال سره تليفوني خبرې وکړې چې په ايران کې د رياضي د المپياد په سياليو کې يې لومړی مقام ګټلی

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۳:۳۶
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نورالرحمن اخلاقي د تليفوني تماس له لارې په ايران کې د افغان زده کړيال محمد مسيح حميدي سره خبرې وکړې چې په ايران کيې د رياضي په المپياد سياليوکې لومړی مقام ګټلی. د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازيتوب مبارکي وويله.

 هغه دکډوالونه په ځانګړي توګه افغان زده کوونکو نه ملاتړ اعلان کړ ويې ويل: چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څانګې په تهران کې د افغانستان د سفارت ترڅنګ د افغان کډوالو په خدمت کي دي او اړتيا ده چې افغان کډوالو او زده کوونکو سره د ملاتړ په برخه کې ډېره مرسته وکړو چې دهېواد علمي او معنوي سرمايه ده.

 

دغه افغان زده کړيال  دامهال په تهران کې د شريف صنعتي پوهنتون د رياضي څانګې د دريم کال زده کړيال دی او ويل کېږي چې دا لومړی ځل دی چې يو افغان کډوال په ايران کې په رياضياتو کې لومړی مقام ترلاسه کوي.
د ايران دخبري اژانس په خبره تېر کال د ايران د لسو پوهنتونو
۱۶۷۷ زدکړيالانو د المپياد په ۲۵ پړاو سيالوکې ګډون کړی و چې وروستۍ پايلې يې د يکشنبې په ورځ خپرې شوې.

 

د زده کړيالانو د المپياد سيالۍ د ايران د څېړنو او ټيکنالوژۍ وزارت په نوښت په ايران کې د پوهنتون د زده کړيالانو د هڅولو لپاره د ۱۳۷۵ کال راهيسې په لاره اچول کېږي.


 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته