کډوالو وزير دعامې روغتيا و زارت ته د روغتيايي موادوپه تسليمېدوکې؛ بېځايه شوو ته بايد پاملرنه وشي

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۸:۴۹
________________

د کډوالو  او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د روغتيايي موادو په تسليمېدوکې چې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شو، له دې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې بېځايه شوو  ته دې پاملرنه وکړي.

د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې  (UNHCR) لس د وينتلاتور دستګاه ګانې، ۱۳۰ ماسکونه او نور اړين روغتيايي توکي د راستنېدونکو، بېځايه شوو او کوربه ټولنو سره دمرستو په موخه د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ د عامې روغتيايی وزارت ته ورکړل.

د دغې رغتيايي کومکي کڅوړو ټول مالي لګښت ۱۸۰ زره امريکايي ډالره دی، چې دهېواد د عامې روغتيا وزارت له لورې به  اړمنو او په کرونا ويرس اخته کسانو ته ورکړل شي.

عامې روغتيا وزارت ته ددغې کومکي کڅوړو دسپارلو موخه دکرونا ويروس سره مبارزه او په هېواد کې دهغې دخپرېدو څخه مخنيوی دی. ددې کڅوړو د تسليمېدو پرمهال دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير  د عامې روغتيا وزارت څخه غوښتنه وکړه چې ددغې روغتيايي کڅوړو دوېشلو پرمهال دې بېځايه شوو کورنيو ته ډېره پاملره وکړي چې د ټولنې  زيانمن قشر دی.

دهغه په خبره په هېواد کې بېځايه شوې کورنۍ چې په کمو امکاناتو په سختو شرايطوکې ژوند کوي په بېړنيو حالاتوکې روغتيياي مرستو ته اړتيا لري.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح د کډوالووزير د غوښتنې په اړه وويل: « د پلان له مخې چې له وړاندې مشخص شوی و د دغې روغتيايي کومکي کڅوړو په وېش کې به زيانمنو شوو او اړمنوکورنيو ته پاملرنه وکړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته