کابل کې (٥٠٠) بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۲۱:۲۷
_____________

د افغان ماشونو مانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې له لورې په کابل کې (٥٠٠) بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د مرستو د وېش پرمهال وويل: زموږ اداره له کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

هغه په هېواد کې فقر, بې کاري او د نړيوالو لخوا د پېسو کنګل کول, هغه فکتورنه وبلل, چې د افغانانو په ژوند يې ژور منفي تاثير غورځولی دی.

هغه وويل, د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ له کبله د ټولو بهرنيو موسساتو او خېريه بنسټونو مرستې له ځنډ سره مخامخ شوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل, چې د افغانستان کنګل شوې شتنمې ازادې کړي; ترڅو ټول خېريه بنسټونه پر وخت خپلې مرستې تر اړمنو کورنيو ورسوي.

هغه زياته کړه, په ننيو مرستو کې وړه, غوړي, وريجې, بوره, لوبيا او چای شامل دي، چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره نږدې يوه مياشت بسنه کوي.

دغه راز د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: زموږ د هېوادوالو سره په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړيوالو خېريه بنسټونو مرستې ډېر ګټورې او اړينې دي.

د هغه په وينا, تر دا مهال په زرګونو کورنيو ته د خوراکي موادو مرستې رسېدلي او دغه لړۍ دوام لري.

هغه زياتوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي د سړې هوا تر راسېدو وړاندې ټول داخلي بېځايه شوي کډوال خپلو سيمو ته انتقال کړي او اړمنو کورنيو ته پر وخت مرستې ور ورسوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته